انصار: ( د غویی17مه)، د طالبانوحکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، په ۱۴۰۲ کال کې یې ۳۰ زره ښځو ته د کار جوازونه وېشلي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند «سمیع الله ابراهیمي» په کابل کې د کارګرانو د نړیوالې ورځې د نمانځنې پر مهال وویل: په کوم ځای کې چې ښځو ته اړتیا وي، کولی شي خپله دنده ترسره کړي.
نوموړي دا هم وويل، چې اوسمهال په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو د ګومارلو لړۍ روانه ده، چې البته د کار د جلا سيستم له امله به دوام وکړي.
په افغانستان کې د کارګر ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې متقاعدو دولتي کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکول، د کار د امنیت نشتوالی او د کارګر ماشومانو اجباري کارونه له عمده ننګونو څخه دي. د کار د نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لا هم مخ په زیاتېدو ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هغو ښځو د ګمارنې په اړه وايي، چې دوه کاله وړاندې د ا.ا د فرمان پر بنسټ په غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوي وو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې فریبا نوري له ا.ا څخه وغوښتل چې د کار د نړیوالې ورځې په مناسبت په هیواد کې د سوداګرو ښځینه ملاتړ وکړي.
هغې همدا راز یې وویل: زه د افغان ښځو په استازیتوب د ا.ا څخه دا پوښتنه کوم چې ایا د ښځو د ناامنۍ او کډوالې د مخنیوي لپاره به زمینه برابره کړي تر څو د نارینه وو تر څنګ په اقتصادي پرمختګ کې برخه واخلي؟
که څه هم په هېواد کې له سیاسي ناورینونو وروسته ښځې له سترو ننګونو سره مخ وې، لکه د زده کړو نشتوالی، د کار محدودیتونه، خو یو شمېر سوداګرو ښځو په خصوصي سکتور کې کار ته دوام ورکړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31445